
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د پاکستان د خیبر پختونخوا صوبې امنیتي چارواکو نن سهار وختي اعلان وکړ، چې د خیبر پښتونخوا صوبي په بنو سیمې کې د پولیسو پر یوې پوستې د موټر بم چاودنې له امله پنخلس پولیس افسران وژل شوي دي.
د «اتحادالمجاهدین» په نوم وسلهوالې ډلې د دغه برید مسؤلیت منلی دی.
یو پاکستاني امنیتي چارواکي ویلي، ترهګرو لومړی له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی د پولیسو پوستې ته نږدې وچاودوه ، وروسته وسلهوال د پوستې ساحې ته ننوتل او پر ځواکونو یې ډزې پیل کړې.
ویل کېږي، د بنو ښار په څنډې کې په دغې پوستې کې اتلس پولیس موجود وو، چې درې نور ئې هم ټپیان شوي دي.
د پاکستاني چارواکو په وینا، د بنو په دولتي روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان اړونده سیاسی او پوځي چارواکو ددغې پيښې پړه پر الخوارج دلې چې هماغه تحریک طالبان پاکستان یا ټي تي پي ترهه ګر دي ور اچولې ده او په زغرده ئې وئيلي دي، چې په دغې پيښې کې هم د هندوستان بشپړ لاس دي او غواړي ،یوځل بیا په دغه هیواد کې اړئ ګړئ جوړه کړي . پلټنې پیل شوي دي او سیمه تر وروستیو پورې کلابنده وه.
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i172716